‫سى اين پى سى د COVID-19 دوبا باوجود له هيواد څخه بهر دتيلو اؤ ګيسو منظم اپريشن جارى ساتلے.

بيجنګ،٦ مارچ،٢٠٢٠/پى ار نيوز وائر –/د چائنا نيشنل ائل اينډ ګيس ايکسپلوريشن اينډ ډويلپمنټ کارپوريشن) سى اين او ډى سى(اينډيس پټروليم ايکواډور لميټډ، کومه چې دچين نيشنل پټروليم کارپوريشن)شنګهائى (601857 :سى اين پي سي) مکمله ملکيتي کمپني ده، دايکواډور په صوبه اوريلانا کښې دتيلو دنوؤ دوؤ کويانو پيداوار پيل کړے کوم چې دليتهولوجک تيلو دذخيرو ددريافت په اړه د CNPC لپاره يو مهم پرمختګ دے.

چونکې COVID-19 په نړيواله کچه خوريږي، نو ځکه سي اين پي سي پخپلو بيلا بيلو بهرنيو منصوبو کښې پرته له ځنډ څخه پيداوار اؤ متوازن نظام باوري کړيدے اؤ د نورو هيوادونو، شراکتدارنانو اؤ عملې دوبا څخه دمحفوظولو اؤ په دې دقابو موندلو لپاره دچين دموثره اقداماتو څخه متعارف کوي هم، دسي اين پي سي چئيرمين ډائي هولانګ غيرملکي شراکت دارانو ته په ځانګړې توګه خط ليکلے اؤ له هغوي څخه ئې خواخوږي اؤ مرسته ترلاسه کړې ده.

په ٢٦مه جنورۍ، سي اين او ډي سي دلمړۍ درجې دصحت عامه دبيړنۍ کچې يو ردعمل پيل کړے اؤ د COVID-19 دمخنيوي او کنټرول لپاره ئې يوه فعاله ډله دځان سره ملګرې کړې ده، ترټولو مهم کار دمختلفو احتياطي اقداماتو اؤ کنټرول نافذ کول اؤ ددې خبرې ضمانت ورکول دي چې پيداوار اؤ نور اپريشن په زيات منظم انداز کښې ترسره کولے شي.

سي اين او ډي سي له دې وروستو داسان عمل درامد په حکمت عملۍ کښې دمرستې لپاره دهم اهنګ مواصلاتو اؤ ويډيو کانفرنسګ پليټ فارم کارول دپه ډاګه کوونکي ټيلي کميوټنګ حل متعارف کړيدے، په بهر هيواد کښې جوړو کمپنيو اؤ پراجيکټونو دناروغو دمخنيوي اؤ کنټرول دعمل درامد پروګرام اؤ بيړنۍ منصوبې هم تيارې کړي چې پکښې دضروري سامان اخستل اؤ دعملې روغتيا ته کوټلے پام ګرځول شامل دي.

ددې نه علاوه، سي اين پي سي دوبا خلاف دچين دهلو ځلو اؤ سي اين پي سي دعوامي ګټو اقداماتو اؤ حکومت، مقامي کميونټو اؤ پخپلو ګډو منصوبو کښې دکار کوونکو غيرملکيانو لپاره دترسره کيدونکو اقداماتو په اړه په فعاله توګه اطلاعات ورکړي اؤ دخپلې چيني عملې دروغتيا په اړه دصورتحال لړ کښې په باقاعدګۍ سره تفصيلات ورکړيدي.

په نائجر کښې دسي اين پي سي ريفائننګ کمپنۍ دنائجر سرکاري ويب پاڼه ACTUNIFER اؤ قامي ورځپاڼه Le SAHEL کښې د COVID-19 په اړه مضامين خپاره کړي، نائجر-بينن دخام تيلو دپائپ لا ئن منصوبې په اړه ريناټو محمدو سيلفو د COVID-19 مخنيوي اؤ کنټرول باندې دسيمه ايزې ورځپاڼې لپاره ليکلي، دې لړ کښې سي اين پي سي په برازيل کښې خپلو شراکت دارانو اؤ دورورولۍ مېشتوو ته د٣٠ؤ څخه زيات خطونه ليږلي.

دپيټرو چين مرستيال صدر اؤ سي اين او ډي سي مشر وانګ ژونګکايي ويلي ” سي اين پي سي دناول کورونا وايرس په ضد جګړه کښې دخپلې ټولې عملې اؤ شراکت دارانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے، مونږ دخپلو غيرملکي منصوبو نه دتيلو اؤ ګيسو دپرله پسې پيداوار باورى کولو سره، دکوربه هيوادونو معاشي اؤ ټولنيز پرمختګ کښې دبرخې اخستو دخپلې پوره هڅې کولو په ترڅ کښې دټولو دمحفوظ اؤ صحتمند ساتلو لپاره دهرشان مرستې ورکولو پابند يو”

Related Posts